داعش د سوریې او عراق ترمنځه وروستۍ سرحدي سیمه هم ونیوله

داعش په سوریه کې د نیمايي ډیره سیمه د خپل کنټرول لاندې راوستې ده

284737
داعش د سوریې او عراق ترمنځه وروستۍ سرحدي سیمه هم ونیوله

داعش په سوریه کې د عراق سره وروستۍ سرحدي دروازه هم ونیوله.
داعش د سوریې د نیمايي نه ډیره خاوره د خپل کنټرول لاندې راوستې ده .
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې د داعش ډلې تیره ورځ د سوریې او عراق ترمنځه وروستۍ سرحدي دروازه ونیوله.
یاد شوي سازمان ویلي دي چې داعش هله پرمختګ وکړ چې د اسد ځواکونه د سیمې نه په شا شول .
د داعش ډلې د سوریې او عراق ترمنځه د ابو اکمال د سرحدي دروازې چې د سوریې د القایم د سیمې نه پراخه ګډه پوله لري کنټرول ونیو.
د یاد شوي سازمان په څرګندونو کې راغلي دي چې د داعش ډلې د سوريې د تاریخي د تدمر یا پالمیرا د ښار د نیولو سره د نوموړي هیواد د نیمايي نه زیاته برخه د خپل کنټرول لاندې راوستې ده . د بله پلوه داعش په عراق کې هم پرمختګ ته دوام ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه