سیسي رژیم په زندانونو کې د مرسي په پلویانو له حده تیر ظلم کوي

د بشري حقونو نه د څار یو سازمان ویلي دي چې په مصر کې د سیسي امنیتي ځواکونه په زندانونو کې د محمد مرسي په پلویانو د جنسي تیري په ګډون هر ډول ظلمونه کوي

280726
 سیسي رژیم په زندانونو کې د مرسي په پلویانو له حده تیر ظلم کوي

په مصر کې د بشري حقونو نه د څار یو سازمان د نوموړي هیواد امنیتي ځواکونه په زندانونو کې د محمد مرسي په پلویانو د جنسي تیریو په ګډون د یو زیات شمیر ظلمونو په ترسره کولو تورن کړل.
یاد شوي سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې د مصر امنیتي ځواکونه د پخواني او لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي پلویان چې په زندانونو کې شپې او ورځې تیروي د امنیتي ځواکونو لخوا ورسره ډیر ناوړه او خصمانه چلند کیږي.
د یادولو وړ ده چې محمد مرسي په مصر کې لومړنی منتخب ولسمشر وو چې د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه نیته د جنرال عبدالفتاح السیسي لخوا د یوې نظامي کودتا په پایله کې له واکه لرې او زنداني کړې شو.
د نوموړې کودتا نه وروسته په ټول مصر کې په سلګونو تنو زرو تنو د مرسي ، حق او ډیموکراسۍ پلویانو په مظاهرو لاس په پورې کړ چې په زرګونو تنه يي په ډیره بې رحمانه توګه د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول او په زرګونو تنه نور زندانونو ته واچول شول.
همداشان د مصر حکومت د محمد مرسي په سلګونه تنه پلویان په ټولیزه ټوګه په اعدام محکوم کړل.
د بشري حقونو نه د څار چې مرکز يي په پاریس کې دی د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې د محمد مرسي د حکومت د ړنګیدو نه وروسته د هغه په زرګونو تنه پلویان په زندانونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا ورسره ډیر بد او ناوړه چلند کیږي.
ویل کیږي د مصر په زندانونو کې د مرسي په پلویانو جنسي تیري نه نیولې تر برښنا ورکولو ، تر حقارته او تر ټولو ضد انساني ظلمونو پورې ترسره کیږي.
په راپور کې راغلي دي چې ډیری نارینه زندانیانو ته د تناسلي دستګاه له لارې برق ورکول کیږي. همداشان د ډیری زندانیانو نه باج اخیستل کیږي .
په راپور کې راغلي دي چې دولتي مقامات پدې ټولو بد چلندونو ښه اګاه دي خو سترګې پرې پټوي.
په راپور کې د مصر په چارواکیو غږ شوی دی چې هر څه ژر ددې پیښو عاملینو ته سزا ورکړي او د زندانیانو سره ددې ناوړه چلند مخه ونیسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه