په تركيه كې د مرسي د اعدام د حكم پر وړاندې لاريونونه

د مصر د كودتاچي رژيم لخوا پخواني ولسمشر محمد مرسي ته د اعدام د سزا د وركولو په وړاندې غبرګونونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتيږي.

279396
په تركيه كې د مرسي د اعدام د حكم پر وړاندې لاريونونه


د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې د محمد مرسي او ۱۰۶ تنو ملګرو د اعدام حكم د زرګونو كسانو لخوا د لاريونونو د ترسره كولو په ترڅ كې وغندل شو.
نن سهار په استانبول كې د سهار د لمانځه نه وروسته په زرګونو تركانو د مصر د كودتاچي رژيم پر وړاندې شعارونه وركړل.
لاريون كوونكو خبري رسنيو ته وويل چې په مصر كې د كودتاچي رژيم لخوا د هېڅ ډول قانوني او اخلاقي موازينو د په نظر كې نيولو نه پرته مرسي او ملګري يې پر اعدام محكوميږي خو نړۍ تر اوسه هم چوپه خوله ده. دا پرېكړه د كودتاچيانو د ظلم سرحد ښايي.
د انساني مرستو د وقف مرستيال چې دا لاريونونه يې جوړ كړي دي خبريالانو ته وويل چې `` تر دې وروسته به په سيمه كې د رامنځته كېدونكو پېښو مخه هېڅوك هم ونه نيول شي. سعودي عربستان او قطر بايد ددې اعدامونو د مخنيوي په موخه پر مصر فشار راوړي.``
د هېواد د ايسكي شهېر په ولايت كې هم په سلګونو كسانو د مرسي نه د ملاتړ په موخه لاريونونه وكړل. لاريون كوونكو محمد مرسي او پاتې ۱۰۷ ملګرو ته يې چې پر اعدام محكوم شوي دي دعاګانې وكړې


پيوندونه:

اړوند خبرونه