د مرسي د اعدام د پرېكړې په اړه د اردوغان نوې څرګندونې

ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړۍ د لومړي مشر په توګه د مصر د كودتاچي رژيم لخوا محمد مرسي او ملګرو ته يې د اعدام د سزا د اورولو پر وړاندې غږ پورته كړ.

277964
د مرسي د اعدام د پرېكړې په اړه د اردوغان نوې څرګندونې


ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړۍ د لومړي مشر په توګه د مصر د كودتاچي رژيم لخوا محمد مرسي او ملګرو ته يې د اعدام د سزا د اورولو پر وړاندې غږ پورته كړ.
ولسمشر اردوغان يو ځل بيا د مسلمانو هېوادونو په برخه كې او په ځانګړي توګه د مصر د چارو په اړه د نړۍ دوه مخي سياست ته په اشارې سره وويل چې `` زه د نړۍ په هېوادونو غږ كوم. ستاسې په هېوادونو كې اعدام بند دى. اوس ولې چوپه خوله ياست؟``
اردوغان چې په استانبول كې يوې غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چې نور مصر پخواني ديكتاتوري رژيم ته نږدى دى. ولسمشر پر لوديځ يو ځل بيا نيوكه وكړه او څرګنده يې كړه چې `` لوديځ د كودتاچي سيسي پر وړاندې پر خولې لاس ايښتى دى. د ۵۲ سلنې رايو په اخيستلو سره د مصر لومړنى ټاكل شوى ولسمشر محمد مرسي پر اعدام محكوميږي. لوديځ چې پخپلو هېوادنو كې يې د اعدام سزا له منځه وړې ده خو په مصر كې د بېګناه كسانو پر اعدام سترګې پټوي. ``
اردوغان وروسته د ټولنيزې مېډيا له لارې هم خپل غبرګون د نړيوالو سره شريك كړ.
ولسمشر اردوغان د خپل رسمي ټويټر د حساب له لارې ټولې نړۍ سره په عربي، انګليسي او تركي ژبو باندې ددې بې عدالتۍ په اړه خپل نظر شريك كړ.
اردوغان څرګنده كړه چې `` په مصر كې د تحرير په ميدان كې د خپلې سياسي ارادې د لاسته راوړلو په موخه د هغو زرګونو كسانو پر خوا ويشتل شوې هره مرمۍ، په حقيقت كې په ټوله نړۍ كې د مشروع سياست پر سينه لګېدلې ده. كه چېرې نن مرسي ته د اعدام سزا وركول كيږي، دا په حقيقت كې د رايو صندوق ته د اعدام د سزا وركول دي. پر اروپايي ټولنې او د نړۍ په هېوادونو غږ كوم: آيا ستاسې په `هېوادونو` كې پر اعدام بنديز نه دى لګول شوى؟ ولې هېڅ نه كوئ؟ ولې چوپه خوله ياست؟`` ( د تركي متن ژباړه) 

 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه