په مصر كې د اعدامونو لړۍ رسماً پيل شوه.

په داسې حال كې چې د مصر د كودتاچي رژيم لخوا د پخواني ولسمشر محمد مرسي او ملګرو ته يې د اعدام د سزا د وركولو له امله غبرګونونه را پارېدلي دي، مصري چارواكو ۶ تنه اعدام كړل.

278107
په مصر كې د اعدامونو لړۍ رسماً پيل شوه.


په داسې حال كې چې د مصر د كودتاچي رژيم لخوا د پخواني ولسمشر محمد مرسي او ملګرو ته يې د اعدام د سزا د وركولو له امله غبرګونونه را پارېدلي دي، مصري چارواكو ۶ تنه اعدام كړل.
په پلازمېنه قاهره كې يوې محكمې شپږ تنه مصريان په يوې نظامي پوستې باندې د بريد، نظامي زده كړو، د بحري ځواكونو پر كيښتيو او هډو د بريدونو د طراحۍ او ورته نورو جرمونو په تور د شپږو تنو د اعدام حكم نافذ كړ. ويل كيږي چې اعدام شوي كسان د انصار بيت المقدس د ډلې غړي ول.
د يادولو وړ ده چې اعدام شوي كسان د هغه بريد د فاعلينو په تور محاكمه شوي ول چې د ۲۰۱۴ كال د مارچ د مياشتې په ۱۵مه نېټه د قاهرې په شمال كې پر يوې امنيتي پوستې باندې ترسره شوى وو. پدې بريد كې ۶ تنه مصري سرتيري وژل شوي ول.
د مصر يو نظامي محكمې د انصار بيت المقدس د ډلې ۶ تنه غړي پخوا پر اعدام محكوم كړي ول چې دا دى نن سهار پرې نافذ شو.
شنونكي وايي چې په دې ډول په مصر كې د ټاكل شوي ولسمشر محمد مرسي د را پرځول كېدو نه وروسته د اعدامونو لړۍ رسماٌ پيل شوه


پيوندونه:

اړوند خبرونه