د سوریې رژیم ۱۱ زره تنه د بیلري بمونو په بریدونو کې وژلي دي

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې د سوریې یواځې ۱۱ زره تنه ملکي وګړي د بیلري بمونو په بریدونو کې وژلي دي

261978
د سوریې رژیم ۱۱ زره تنه د بیلري بمونو په بریدونو کې وژلي دي

په سوریه کې د اسد رژیم د بیلري بمونو له امله ۱۱ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په سوریه کې د اسد رژیم د ۲۰۱۲ کال راهیسې یواځې د بیلري بمونو په بریدونو کې څه باندې ۱۱ زره تنه ملکي وګړي وژلي دي. د اسد رژیم پدې موده کې په روغتونونو، ښوونځیو، بازارونو او جوماتونو بریدونه کړي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په سوریه کې د روانې کورنۍ جګړې په اړه یو راپور خپور کړی دی .
پدې راپور کې په سوریه کې په ملکي وګړو د اسد د رژیم ظلمونو ته ځای ورکړ شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۱۲ کال راهیسې د اسد د رژیم اړوند جنګي چورلکو او الوتکو لخوا په ګوزار شوو بیلري بمونو کې څه باندې ۱۱ زرو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په راپور کې ویل شوي دي چې یواځې په حلپ کې ۳ زره تنه وژل شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان ً په هره سیمه کې وژنې ً تر نامه لاندې په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې یواځې په حلپ ښار کې د ۲۰۱۴ کال د مارچ د میاشتې نه تر ۲۰۱۵ کال مارچه پورې ۳ زره تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
د اسد رژیم یواځې په حلپ کې ددې یوکال په دننه کې په ۱۴ بازارونو، ۱۲ موټر تم ځایونونو، ۲۳ جوماتونو، ۱۷ روغتونونو او ۳ ښوونځیو د بیلري بمونو بریدونه کړي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د اسد رژیم په یو زیات شمیر بازارونو ، جوماتونو، روغتونونو او ښوونځیو چې یواځې او یواځې ملکي وګړو ترینه کار اخیسته خونړي بریدونه کړي دي.
په راپور کې ویل شوي دي په حلپ کې یو زیات شمیر خلک چې نه غواړي د خپل کور او کلي نه جلا شي د ژوندي پاتې کیدو په خاطر په څمڅو کې ژوند کوي.
په راپور کې راغلي دي چې د اسد رژیم په جګړه کې ټول نړۍوال قوانین او نورمونه د خپو لاندې کوي او په ښکاره توګه جنګي جنایت ترسره کوي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د اسد رزیم جنګي جنایتونه ترسره کوي.
په راپور کې راغلي دي چې په سوریه کې هم د اسد رژیم او هم مخالفینو ملکي وګړو او سیمو ته د بیړنیو مرستو د رسولو په خاطر د ملګروملتونو د امنیت د شورا ۲۱۳۹ شمیره حکم ندی پر ځای کړی او عمل پرې ندی شوی.
په راپور کې ویل شوي دي چې د اسد رژیم په حلپ کې په قصدي ډول په ملکي وګړو بریدونه کړي چې دا په ښکاره توګه جنګي جنایت دی. د همدې امله د اسد رژیم باید د جزا نړۍوالې محکمې ته معرفي کړی شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه