په مصر كې د محمد مرسي دعوا فيصله شوه.

په قاهره كې د جزا محكمې همداراز د اخوان المسلمين بل مشر محمد بېلتاجي او اسد الشيخ ته هم د شلو كلونو بند سزا واوروله.

244321
په مصر كې د محمد مرسي دعوا فيصله شوه.

په مصر كې د كودتاچي رژيم محكمې د نوموړي هېواد منتخب ولسمشر محمد مرسي چې په ۲۰۱۳ كال كې د كودتا په واسطه له واكه لرې شو په شلو كلونو بند محكوم كړ.
په قاهره كې د جزا محكمې همداراز د اخوان المسلمين بل مشر محمد بېلتاجي او اسد الشيخ ته هم د شلو كلونو بند سزا واوروله.
په قاهره كې د جزا محكمې د التحاديه د پېښو له امله د مرسي د محكومولو ترڅنګ يو شمېر نور پخواني چارواكي هم د بند په سزا محكوم كړل.
پر محمد مرسي تور لګول شوى دى چې د ۲۰۱۲ كال په اوږدو كې د ولسمشرۍ د ماڼۍ تر څنګ د لاريونو په ترڅ كې د يو شمېر لاريون كوونكو د مرګ سبب شوى دى. مرسي او ور سره ۱۴ تنه نور تورن كسان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۳ كال د اكتوبر په ۴مه نېټه محكمې ته حاضر كړاى شول.
د مرسي زوى اسامه د خپل پلار د محكوميت په اړه وويل چې`` دا پرېكړه سياسي ده او د حقوقي اړخ نه لري.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه