په مصر كې د مرسي محاكمه روانه ده

د مصر په پلازمېنه قاهره كې د پخواني ولسمشر مرسي د محاكمې بهير دوام لري.

242357
په مصر كې د مرسي محاكمه روانه ده


د مصر په پلازمېنه قاهره كې د پخواني ولسمشر مرسي د محاكمې بهير دوام لري. مرسي چې د يوې نظامي كودتا په پايله كې را وپرځول شو اوسمهال په قاهره كې بندي دى او محاكمه يې دوام لري.
د مصر د لويې څارنوالۍ د سرچينو له مخې پر محمد مرسي باندې د قطر هېواد ته د جاسوسۍ د كولو تور لګول شوى دى. په قاهره كې يوې جزايي محكمې د مرسي د محاكمې په اړه وويل چې نوموړي د يو ميليون ډالرو په بدل كې د قطر هېواد ته د مصر د ملي امنيت په اړه معلومات پلورلي دي. مرسي د محاكمې پرمهال وويل چې `` دا ټول تورونه بې بنسټه دي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه