د اسراييلو په پلازمېنه كې پر يو فلسطيني بريد

پدې وروستيو څو مياشتو كې د اسراييلي مقاماتو لخوا د يوې توكمپالې پرېكړې په اساس په نوموړي هېواد كې د مېشتو عرب توكمه اسراييلي هېوادوالو د تابعيت د تذكرې د لغوه كولو چارې پيل شوي دي.

243200

اسراييلي مقامات د اسراييلو د عربي هېوادوالو نه ځمكې او جايدادونه اخلي او د سختدريځو يهودانو ته يې وركوي. ددې توكمپاله اقداماتو پر وړاندې په هېواد كې مېشتو عربانو هم غبرګونونه ښودلي دي.
داسې وېره شته دى چې په اسراييلو كې دې توكمي نښتې زور واخلي.
نن سهار په پلازمينه تل آبيب كې يو تن يهودي سختدريځه توكمپاله ځوان يو فلسطينى مسلمان په چاړه ووهلو. دا پېښه د اسراييلو د پارلمان د ودانۍ مخې ته رامنځته شوه.
ټپي شوى فلسطينى روغتون ته انتقال شوى دى. ويل كيږي چې روغتيايي حالت يې ترينګلى دى.
اسراييلي مقاماتو د ورته نورو بريدونو د مخنيوي لپاره امنيتي تدابير نيولي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه