د تكريت د ښار ټولې برخې د داعش له منګولو پاكې شوې

د عراق اوردو چې تېره مياشت د تكريت د ښار مركز د داعش له اورپكو نيولى وو اعلان وكړ چې ددې ښار ټولې برخې اوس د عراقي ځواكونو په لاس كې دي. د اوردو د وياند د څرګندونو په اساس په ښار كې د ملكي وګړو استوګنه هم پيل شوې ده.

241576

په ښار كې ويجاړې شوې ودانۍ له سره جوړيږي. همداراز د سرك پر غاړو او ودانيو كې د ځاى پر ځاى شوو مايونو د پاكولو لپاره زيات وخت ته هم اړتيا ليدل كيږي.
يو زيات شمېر بمونه د ټيلفون او انټرنېټ په واسطه له لارې نه د ريموټ كنټرول په واسطه چاودول كيږي. ددې امله په ښار كې د ټيلفون كاروولو ته هم اجازه نه وركول كيږي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه