د صدام حسین لومړی مرستیال نن په عراق کې ووژل شو

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین لومړی مرستیال عزت ابراهیم الدوري د عراق د صلاح الدین په ښار کې ووژل شو

240083
د صدام حسین لومړی  مرستیال نن په عراق کې ووژل شو

د عراق د پخواني ولسمشر مرستیال د صلاح الدین په ښار کې ووژل شو.
د عراق د صلاح الدین ښار چارواکیو نن جمعه د پخواني ولسمشر صدام حسین د لومړي مرستیال عزت ابراهیم الدوري د وژلو کیدو نه خبر ورکړ.
د العربیې تلویزیون د عراق د صلاح الدین ولایت د والي زاهد الجبوري له قوله ویلي دي چې د صدام حسین لومړی مرستیال د یاد شوي ولایت د حمیرین په سیمه کې په جګړه کې وژل شوی دی .
د یادولو وړ ده چې عزت ابراهیم الدوري د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین تر ټولو پخوانی او نږدی سړی او مرستیال وو . همداشان نوموړی د صدام حسین د رژیم ژوندی پاتې تر ټولو لوړپوړی چارواکی وو.
نوموړی د عراق د تکریت په ښار کې زیږیدلی وو او د صدام حسین د ښي لاس په څیر وو.
همداشان عزت ابراهیم الدوري د صدام حسین په رژیم کې د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال په توګه هم دنده ترسره کوله.
الدوري د صدام حسین د رژیم د ړنګیدو نه وروسته لا درکه وو چې امریکا يي په لټه کې وه. همداشان الدوري په ۲۰۱۲ کال کې د ویدیويي فلم ښکاره شوی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه