داعش د عراق د رامادي ښار ډیری برخی نیولي دي

داعش د عراق پلازمینې بغداد په ۱۱۰ کیلومترۍ کې د رامادي ښار ډیری سیمي نیولي دي او پرمختګ ته دوام ورکوي

236717
داعش د عراق  د رامادي ښار ډیری برخی نیولي دي

د داعش ډلې په عراق کې یو ځل بیا په پرمختګ پیل کړی دی . داعش د عراق د رامادي ښار محاصره کړی او کیدای شي چې په لنده موده کې ونیسي.
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې د عراق د پلازمینې په ۱۱۰ کیلومترۍ کې پروت د رامادي ښار د داعش د محاصرې لاندې قرار لري او کیدای شي چې یاد شوی ښار سقوط وکړي.
د عراق د الانبار ولایت د ولایتي شورا ریس فالیح الساوي ویلي دي چې رامادي ښار د داعش د کلکو بریدونو لاندې قرار لري او کیدای شي چې په لنډه موده کې ونیسي. نوموړي ویلي دي چې دا معلومه نده چې د رامادي ښار به څومره نور د داعش دې سترو ګواښونو ته طاقت وکړي.
نوموړي د عراق په حکومت او امریکا په مشرۍ په ایتلاف د مرستې غږ کړی دی .
ویل کیږي دا پرمختګ هله رامنځته کیږي چې د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي پرون د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره لیدنه وکړه .
داعش ډله د عراق د حکومت او امریکا په مشرۍ د ایتلاف د هوايي بریدونو سره سره خپل موجودیت او پرمختګ ته دوام ورکوي.
د میاشتو میاشتو راهیسې د ایتلافي ځواکونو لخوا په داعش د هوايي بریدونو سره سره داعش پدې وتوانید چې د رامادي ښار محاصره او د کلکو بریدونو لاندې ونیسي. ویل کیږي دا پرمختګ په سیمه کې د داعش د قوت ښکارندويي کوي.
د بله پلوه ادعا شوې ده چې د عراق اردو په رامادي د داعش د بریدونو او پرمختګ نه وروسته د هیواد په شمال کې د تکریت ښار ته په شا شوي دي .
د عراق د الانبار د ښار د ولایتي شورا ریس ویلي دي چې داعش د رامادي په ختیځ کې درې د البو سودا، البو ګانیم او صوفیه سیمه چې د رامادي ښار مرکز ته غځیدلې ده نیولي دي.
د ښار په لویديځ کې هم یو زیات شمیر سیمې د داعش تر کنټرول لاندې راغلي دي.
د یادولو وړ ده چې د رامادي د ښار یوه برخه تیر کال د داعش لخوا نیول شوې ده . په یاد شوي ښار کې د یوې ډیرې اوږدې مودې راهیسې جګړې دوام درلود.


پيوندونه:

اړوند خبرونه