په عراق کې د اداري فساد او رشوت پر خلاف بې ساری غبرګون

په عراق کې یو تن د اداري فساد او بډو پر خلاف د نوموړي هیواد په تاریخ کې تر ټولو بې ساری غبرګون او مظاهره وکړه .

232159
په عراق کې د اداري فساد او رشوت پر خلاف بې ساری غبرګون

په عراق کې یو تن د اداري فساد او بډو پر خلاف د نوموړي هیواد په تاریخ کې تر ټولو بې ساری غبرګون او مظاهره وکړه .
په عراق کې یو تن چې د ۵۵ او ۶۰ کلونو پورې عمر لري د اداري فساد او بډو پر خلاف د غبرګون ښودو په خاطر په لاس کې د عراق د بیرغ سره خپلې جامې ویستي او په ټول ځان يي د اداري فساد او بډو پر خلاف شعارونه لیکلي په لارو او سړکونو کې په یواځای ځان مظاهره وکړه.
یو تن چې د نوموړي سپین ږیري دا عکس يي په ټولنیزه مډیا کې خپور کړی دی لیکلي دی چې دا سپین ږیری د بغداد په سل کیلومترۍ کې پروت د دیوانیه د کلي اوسیدونکی دی. نوموړی یواځې یوه لور لري چې تر ماسترۍ يي زده کړي خو له بده مرغه چې د اداري فساد له امله تر اوسه پورې په دنده نده ګمارل شوې.
د ابو حارث الیساري په نامه یو تن چې د نوموړي سپین ږیري عکس يي په ټولنیزه مډیا کې خپور کړی دی ویلي دي چې دې سپین ږیري د خپلې میرمن او لور سره یوځای څو میاشتې د عراق د پوهنې او روزنې د وزارت دروازې وټکولې خو څوک يي پیدا نکړ چې لږ تر لږه ددوی عریضه واخلي او یا ددوی پوښتنه ځواب کړي.
نوموړي ویلي دي چې دا سپین ږیری چې یاسین نومیږي پرته ددې ډول مظاهرې بله لاره نه درلوده.
یاسین ویلي دي چې ددې ډول مظاهرې او غبرګون څرګندولو نه پرته بله لار او چاره نلري . هغه غواړي چې پدې ډول د مسولانو پام ځانته راواړي. یاسین ادعا کوي چې دده د لور ملګرې چې په یو وخت يي لوړې زده کړې پایته رسولي دي د رشوت په ورکولو سره په دندو ګمارل شوي دي خو دوی چې د رشوت ورکولو لپاره څه نلري څوک يي عریضه هم نه اخلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه