د داعش لخوا نوې ويډيو

په يوې تازه ويډيو كې چې د داعش د ترهګرې ډلې لخوا خپره شوې ده، يو ماشوم د ۸ تنو نه د سرونو د غوڅولو په مراسمو كې ګډون كوي.

289899
د داعش لخوا  نوې ويډيو

د اسوشېټېد پرس د خبري آژانس د خبر په اساس دا ويډيو په سوريه كې ډكه شوې ده او قربانيان هم كيداى شي چې ددې هېواد علويان وي. دا ماشوم چې عمر يې شاوخوا ۱۳ كاله دى اته تنه قربانيان چې نارنجي جامې يې پر غاړه او لاسونه يې د شا لخوا تړل شوي دي د وژلو ځاى ته وړي. وروسته يوه بيا يوه چاړه د داعش نورو اورپكو ته وركوي تر څو د قربانيانو نه سرونه غوڅ كړي.
په ويډيو كې يو تن اروپكې د قربانيانو د وژلو نه وړاندې په وينا كې وايي چې علويان ``ناولي كفاران`` دي. اروپكى ادعا كوي چې`` د داعش پر وړاندې روان عمليات د دوى د پياوړتيا سبب شوي دي او د نُصيري مذهبو په ګډون د بشار اسد نورو پلويانو ته به زموږ توره ژر تر ژره ورسيږي.``
علويان چې په حقيقت كې د شيعه مذهب ته نږدې عقيده لري په سوريه او تركيه كې ژوند كوي. ددې مذهبي ډلې يوه كوچنۍ څانګه بيا نُصيريان دي چې زياتره په سوريه كې اوسيږي. نُصيريان د سوريې په لوړو دولتي پوستونو كې مهمې دندې هم اجرا كوي.
د بله پلوه داعش يو تن لبنانى هم وژلى دى. په لبنان كې د يونس حجيري كورنۍ څرګنده كړه چې هغه ويډيو چې پكې د يونس وژل ښودل كيږي په ټولنيزه مېډيا كې خپره شوې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه