مصر د اخوان المسلمين ۱۷ غړي د ترهګرو په تور لست كې شامل كړل.

د مصر لويې څارنوالۍ د اخوان المسلمين د رهبري شورا د مشر محمد بديع په ګډون ۱۷ تنه غړي د ترهګرو په تور لست كې شامل كړل.

287653
مصر د اخوان المسلمين ۱۷ غړي د ترهګرو په تور لست كې شامل كړل.

مصر د اخوان المسلمين ۱۷ غړي د ترهګرو په تور لست كې شامل كړل.

د مصر د قضايي چارواكو د څرګندونو په اساس دا پرېكړه د `` رهبري مركز`` د پېښو په نامه د دعوا په چوكاټ كې چې د محمد بديع په ګډون د اخوان المسلمين يو شمېر لوړ پوړي غړي يې شكمن كسان دي او پر اعدام محكوم شوي دي، شوې ده. څارنوالۍ اعلان وكړ چې ددې دعوا ټول شكمن كسان چې پر اعدام او عمري بند محكوم شوي دي بايد ترهګرو په سترګه ورته وكتل شي.
په قاهره كې د جزا محكمې د تېرې فبرورۍ د مياشتې په ۲۸مه نېټه د `` رهبري مركز`` د دعوا د شكمنو كسانو نه ۴ تنو ته د اعدام سزا او د بديع په ګډون ۱۴ تنو ته د عمر بند سزا واوروله.
په شكمنو په مصر كې د جنايي جرمونو د ترسره كولو، جنايي جرمونو ته د تشويق، له اجازې پرته د وسلو د ګرځولو او د وسله والو ډلو سره د يو ځاى كېدو تورونه لګول شوي ول.
د اخوان المسلمين مدافع وكيلان وايي چې پدې پرېكړې به په محكمه كې اعتراض وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه