د القاعدې او النصرا  په مشرۍ مخالفو ډلو د سوریې بل لوی ښار ونیو

د القاعدې او النصرا په مشرۍ سخت دریځو تندلارو محالفو ډلو په سوریه کې د ادلیب ښار په کامله توګه د خپل کنټرول لاندې راوسته

285665
د القاعدې او النصرا  په مشرۍ مخالفو ډلو د سوریې بل لوی ښار ونیو

په سوریه کې د القاعدې او النصرا د جبهې په مشرۍ تندلارو ډلو د نوموړي هیواد یو بل ډیر مهم د ادلیب ولایت په کامله توګه ونیو.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان او عینې شاهدانو ویلي دي چې د القاعدې او النصرا د جبهې په مشرۍ تندلارو ډلو د ادلیب ښار په کامله توګه نیولی دی. ویل کیږي د ادلیب د ښار د نیولو نه سره بشار اسد ته یوه بله ډیره ستره ضربه ورکړې شوه.
اسلامي تندلارو ډلو د رقه د ښار نه وروسته دا دویم ښار ته دی چې د خپل کنټرول لاندې راولي.
ویل کیږي دا ښار پداسې حال کې نیول کیږي چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه اوس هم په عراق او سوریه کې د داعش او تندلارو ډلو په مرکزونو او هډو هوايي بریدونه کوي.
سخت دریځو تندلارو ډلو د ادلیب د نیولو نه سره په سوریه کې د خپل کنټرول لاندې د سیمو لمن ښه پسې پراخه کړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه