سعودي  په یمن کې د حوثي یاغیانو په هډو هوايي بریدونه پيل کړل

سعودي عربستان د یمن د ولسمشر هادي په وړاندیز په نوموړي هیواد کې د حوثي یاغیانو پر خلاف عملیات پيل کړل. د ویلو ده چې د سعودي عربستان ددې عملیاتو نه لس عربي هیوادونه ملاتړ کوي.

281819
سعودي  په یمن کې د حوثي یاغیانو په هډو هوايي بریدونه پيل کړل

 سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو په هډو هوايي بریدونه پيل کړل.
سعودي عربستان د یمن د ولسمشر هادي په وړاندیز په نوموړي هیواد کې د حوثي یاغیانو پر خلاف عملیات پيل کړل. د ویلو ده چې د سعودي عربستان ددې عملیاتو نه لس عربي هیوادونه ملاتړ کوي.
د سعودي عربستان جنګي الوتکو تیره شپه په یمن کې د حوثي انصارالله د جنګیالیو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالحي د سرتیرو په مرکزونو بریدونه ترسره کړل.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د نوموړو هوايي عملیاتو په لړ کې بعضې توغندي په ملکي استوګنځایونو لګیدلي دي چې له امله يي ۲۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د یمن د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ملکي وګړي ډیری د پلازمینې صنعا په شمال کې د بریدونو له امله وژل شوي دي . پدې عملیاتو کې د ۴۰ تنو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکول کیږي. د بله پلوه د المصیره په نامه د حوثي یاغیانو پلوي تلویزیون په صنعا کې په ټول طبي پرسونل غږ کړی دی چې هر څه ژر روغتونونو ته ځانونه ورسوي.
عملیات د ترکیې په ځايي وخت د شپې په ۱ بجه پيل شول. د عملیاتو په ترڅ کې د حوثي یاغیانو یو زیات شمیر مرکزونه او عسکري هډې له منځه وړل شوي دي .
په عملیاتو کې په پلازمینه صنعا کې د دیلامي هډه، د احتیاطو قومندانۍ، دفاعي سیستمونه او څلور جنګي الوتکې له منځه وړل شوي دي.
د سعودي عربستان جنګي چورلکو د پلازمینې صنعا سربیره د هیواد په سویل کې چې تیره ورځ حوثي یاغیانو ډیر پرمختګ ګړی وو د نوموړو په ځواکونو بریدونه کړي دي.
د سعودي جنګي چورلکو د عدن ښار په ۶۰ کیلومترۍ کې یوه نظامي قرارګاه چې د حوثي ځواکونو لخوا نیول شوې وه په نښه کړې ده. په قرارګاه د برید نه وروسته حوثي جنګالي د سیمې نه په شاه شوي دي .
هوايي عملیاتو د سهار تر ساعتونو دوام پیدا کړ. همداشان حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د جنګي الوتکو د ویشتو هڅه کوله .
د یادولو وړ ده چې د سعودي عربستان د هوايي عملیاتو نه متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین، اردن، مصر، کویټ، سوډان، مراکش او پاکستان هم ملاتړ اعلان کړی دی . د یادو شوو هیوادونو هوايي ځواکونو هم پدې عملیاتو کې د سعودي عربستان نه ملاتړ کړی دی .
پدې هوايي عملیاتو کې ۱۰۰ جنګي الوتکو ګډون کړی وو.
په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر عادل الجبیر خبریالانو ته وویل چې عملیات د سعودي عربستان په وخت د شپې په ۱ بجه پیل شوي دي . نوموړي وویل چې حوثي یاغیانو تل د جګړې او نښتو لاره غوره کړې ده . د یمن د خلکو او مشروع حکومت نه د دفاع په خاطر به د خپل وس او توانه پورې مبارزه کوو.
د سعودي سفیر وویل چې پدې عملیاتو کې د خلیج لسو هیوادونو پوره ملاتړ کړی دی او عملیات د یمن د ولسمشر عبدالرب منصور هادي په غوښتنه پیل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د یمن ولسمشر تیره ورځ د حوثي یاغیانو لخوا د عدن د ښار په لورې د پرمختګ د پیلولو نه وروسته د هیواد نه بهر شو. نوموړي هم د ملګروملتونو د امینت په شورا او هم په عربي هیوادونو د بیړنۍ عسکري مداخلې غږ وکړ.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د عملیاتو د پيلولو نه ویلي وو که چیرې په یمن کې روانه ستونزه د سوله ییزو لارو څخه اواره نشي نو لازم ګامونه به پورته کړي. د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو نه سمدلاسه وروسته سعودي د یمن پولو ته د درندو وسلو، ټانکونو او توپونو په انتقال پیل وکړ.
همداشان د امریکا یو تن چارواکي هم تیره ورځ د سعودي د اقدماتو په اهمیت ټینګار کړی وو او ویلي وو که چیرې شیعه حوثي یاغیان د عدن په لورې پرمختګ ته دوام ورکړي سعودي عربستان به د یمن د ولسمشر نه د دفاع په خاطر هوايي عملیات پيل کړي.
همداشان د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ددې عملیاتو نه موخه یواځې د یمن د خلکو نه دفاع او په نوموړي هیواد کې د استقرار ټینګولو دي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه