د داعش جلا د خپلې کورنۍ نه د بښنې غوښتنه وکړه

256534
د داعش جلا د خپلې کورنۍ نه  د بښنې غوښتنه وکړه

د داعش د ډلې نامتو جلاد محمد اموازي مشهور په جان جهادي د هویت د افشا کیدو له امله يي کورنۍ ته د ورپیښو شوو ستونزو له امله له خپلې کورنۍ بښنه وغوښته.
د انګلستان د ډیلي میل ورځپاڼې د خبر له مخې محمد اموازي پدې بښنه کې د ترسره کړو جنایتونو له امله پښیماني نده ښودلې . د یادولو وړ ده چې د داعش د جلا محمد اموازي د هویت د افشا کیدو نه وروسته د هغه کورنۍ په لندن کې د خپل کور او کلي پریښودو ته اړ شول او دم ګړۍ په یو نامعلوم ځای کې ژوند کوي.
د لندن حکومت د محمد اموازي مور او ۴ ورونو په خاطر د میاشتې ۹۰۰ امریکايی ډالره د کور کرایه ورکوله.
د بله پلوه ویل کیږي چې د محمد اموازي پلار او ۲۵ کلنه خور يي اوس هم په کویټ کې ژوند کوي.
همداشان د کویټ د پارلمان یو شمیر غړیو د محمد اموازي د پلار جاسم اموازي نه د هغه د زوی لخوا د ترسره شوو جنایتونو له امله د بښنې غوښتلو غوښتنه کړې ده . پارلمان جاسم اموازي ته ویلي چې یا بښنه وغواړه او یا هم د کويټ نه بهر شه.


د محمد اموازي پلار جاسم اموازي 

 

د داعش د جلاد پلار تیره اوونۍ په یوه ناسته کې وویل چې هره شیبه د خپل زوی د مړینې لپاره دعا کوي.

همداشان د محمد اموازي د پلار جاسم اموازي د مدافع وکیلانو بیا ویلي دي چې دا له په کامله توګه په ډاګه شوې نده چې جان جهادي محمد اموازي دی او که نه. ځکه چې د داعش ټول جنګالي او جلادان مخ پوښلي دي او چا يي هم څیره نده لیدلې.
د انګلستان د سنډې ټایمز ورځپاڼې بیا ادعا کړې ده چې محمد اموازي د هویت د افشا کیدو له امله کورنۍ ته يي مخامخو ستونزو له امله د خپلې کورنۍ نه بښنه غوښتې ده. یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې اموازي دا بښنه په ترسره کړو جنایتونو د پښیمانۍ په معنا ندي او هغه یواځې خپل پلار او مور ته د درناوي په خاطر د هغوې نه بښنه غوښتې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه