د مصر حکومت په اعدامونو پیل وکړ

252550
د مصر حکومت په اعدامونو پیل وکړ

د مصر کودتاچي رژیم په اعدامونو لاس پورې کړ.
په مصر کې نن یو تن د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي پلوي چې په هیواد کې د تاوتریخوالي او کډوډیو د رامنځته کولو په تور تورن وو نن په دار وځوړول شو.
په مصر کې کوتاچي رژیم نن د سهار په ساعتونو کې د محمد مرسي د پلویانو لومړنی اعدام کړ.
د یادولو وړ ده چې د محمود حسن رمضان په نامه نوموړی کس چې د ایخوان المسلمین غړیتوب يي هم نه درلود او یواځنۍ ګناه يي د کودتا پر خلاف غږ اوچتول وو اعدام شو.
د مصر د کورنیو چارو وزارت په فیسبوک پاڼه کې د خپور کړي خبر له مخې محمود حسن رمضان په ۲۰۱۳ کال کې د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د واکمنۍ د ړنګیدو نه وروسته په اسنکدرون ښار کې د ودانۍ نه د غورځولو په نامه د مشهورو پیښو سره په تړاو کې اعدام شو.
د یادولو وړ ده چې د تیره اوونۍ هم په مصر کې د ایخوان المسلیمن ۴ تنه غړي په قاهره کې د ځینو پیښو په تړاو د اعدام په سزا محکوم کړی شول.
یادې شوې محکمې د ایخوان المسلمین مشر محمد بدیع، مرستیال يی خیرات شاطر او محمد بالته جي په ګډون ۱۴ تنه نور د ټولو عمر لپاره په حپس محکوم کړل.
د یادولو وړ ده چې د مصر اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳ نیټه په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي کودتا وکړه او نوموړی له واکه لرې او زنداني کړ.
محمد مرسي دم ګړۍ په مصر کې د څو جلا جلا دعوا سره د محاکمه کیږي. په مصر کې د کودتا نه وروسته په زرګونو تنه د کودتا مخالفین د پولیسو او اردو لخوا ووژل شول او په زرګونو تنه نور زندانونو ته واچول شول.
همداشان په مصر کې اخوان المسلمین ټول مشران ونیول شول یا په اعدام او یا هم د ټول عمر لپاره په حپس محکوم کړی شول.
د مصر کودتاچې رژیم اخوان المسلمین سازمان د ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړ او د یاد شوي سازمان په ټولو فعالیتونو بندیز ولګو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه