داعش په عراق د عثماني امپراتوري میراث تاریخي جومات په بمونو ولوزو

251068
داعش په عراق د عثماني امپراتوري میراث تاریخي جومات په بمونو ولوزو

داعش د عراق په موصل ښار کې د عثماني امپراتورۍ میراث تاریخي جومات په بمونو والوزو.
د کوردستان ډیموکراتیک ګوند د موصل د ښار مسول سید میموزیني د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې داعش تیر ماښام د موصل په لویدیځ کې د عثماني امپراتورۍ میراث تاریخي جومات په بمونو ولوزو.
د ویلو ده چې د داعش جنګیالیو لومړی د جومات څلور خواوو ته بمونه ځای په ځای کړل او وروسته يي ولوزو.
نوموړي وویل چې د نوموړي تاریخي جومات د احاطې په منځ کې یو زیارت هم شتون درلود چې د موصل خلکو به د هرې پنجشنبې او جمعې په ورځ د نوموړي زیارت زیارت کولو .
د داعش جنګیاليو د نوموړي زیارت له امله ټول جومات په بمونو ولوزو. پدې جومات کې د سلګونو کلونو اړوند یو زیات شمیر تاریخي اثار او کتابونه هم له منځه تللي دي.
د داعش ډلې تیره اوونۍ د موصل ښار د په موزیم کې د زرګونو کلونو تاریخي اثار له منځه یوړل . همداشان داعش د موصل ښار عامه کتابتون چې ډیرو مهمم تاریخي او قیمتي کتابونو او اثارو پکې شتون درلود وسوځو.
د بله پلوه د داعش جنیګاليو پرون د موصل په ښار کې د نمرود تاریخي ښار په بیلدوزرونو له منځه یو. دا نمرود ښار د عراق تر ټولو تاریخي او مهم ښار وو.
د یونسکو سازمان د نمرود د ښار د ویجاړولو نه د یو ستر جنګي جنایت په توګه یادونه وکړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه