د انګلستان درې پېغلې د داعش سره څنګه يو ځاى شوې؟

د انګلستان د پلازمېنې لندن اوسېدونكې درې تنه پېغلې چې وركې شوې وې او د پوليسو لخوا لټول كېدلې، د تركيې له لارې سوريې ته واوښتلې او د داعش د ليكو سره يو ځاى شو.

242699
د انګلستان درې پېغلې د داعش سره څنګه يو ځاى شوې؟

دا درې تنكۍ پېغلې چې عمرونه يې د ۱۵ او ۱۶ كلونو ترمېنځ دي، له لندنه استانبول ته راغلې او بيا له استانبوله د بس په واسطه سوريې ته لاړې.
۱۵ كلنه شميمه بېګم، ۱۵ كلنه اميره عباسي او ۱۶ كلنه سلطانه د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د تركيې د هوايي كرښو په واسطه استانبول ته راغلې. د انګلستان پوليسو چې پدې اړه د تركيې امنيتي چارواكو ته ۳ ورځې وروسته خبر وركړ، څرګنده كړه چې درې واړه پېغلې په سوريه كې د داعش سره يو ځاى شوي دي.


د انګلستان د هېواد نه راغلو پېغلو په استانبول كې د بسونو په هډه كې ۱۸ ساعته تېر كړل تر څو داسې بس ومومي چې په مستقيم ډول يې سوريې ته واړوي. دوى په هډه كې د داعش د اورپكو د سرچينو سره يو ځاى شوې، لومړى د تركيې په سوېل ختيځ كې د عرفا ولايت ته لاړې او بيا له هغه ځايه سوريې ته واوښتلې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه