داعش په سوریه کې ۲۲۰ تنه مسیحیان وتښتول

238509
داعش په سوریه کې ۲۲۰ تنه مسیحیان وتښتول

د داعش ډلې په تیرو ۳ ورځو کې د سوریې د الحسکه په سیمه کې څه باندې ۲۲۰ تنه سوریاني مسیحیان تښتولي دي .
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې د داعش جنګیالیو د تیرو ۳ ورځو راهیسې د الحسکه په ولایت کې په یو زیات شمیر کلو بریدونه کړي دي.
داعش د یاد شوي ښار ۱۰ کلي چې ډیری پکې سوریاني مسیحیان اوسیږي نیولي دي.
داعش په یادو شوو ښارونو کې څه باندې ۲۲۰ تنه سوریاني مسیحیان تښتولي دي.
د بله پلوه د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د سوریې عراق په پولو کې د القیم په سیمه کې د داعش په پټنځایونو هوايي بریدونه ترسره کړي چې له امله يي د داعش ۱۷ تنه جنګیالي مړه او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي .
ویل کیږي برید د عراق پلو ته ترسره شوی دی او د پیښې ټپیان د درملنې په موخه سوریې ته راوړل شوي دي.
همداشان د عراق اردو هم د داعش پر خلاف د پراخو عملیاتو پيلولو ته تیاری نیسي.
د عراق د دفاع وزیر خالد العبیدي د داعش پر خلاف د پراخو عملیاتو د پیلولو نه وړاندې د خپلو ځواکونو نه لیدنه وکړه. ویل کیږي عراقي ځواکونه به د تاجي په سیمه کې ځای په ځای کړی شي.
خالد العبیدي د عملیاتو په څرنګتیا او د وسلو او مهماتو په اړتیاوو خبرې وکړې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه