په دمشق د بریدونو نوې لړۍ پیل شوه

د سوریې د مخالفینو نه د اسلامي اردو قومندان زهران الوش ویلي دي چې د اسد د رژیم تر ړنګولو پورې به په دمشق بریدونو ته دوام ورکړي.

212268
په دمشق د بریدونو نوې لړۍ پیل شوه

د سوریې د مخالفینو نه د اسلامي اردو قومندان زهران الوش ویلي دي چې د اسد د رژیم تر ړنګولو پورې به په دمشق بریدونو ته دوام ورکړي.
د اسلامي اردو ځواکونو نن په پلازمینه دمشق کې د اسد د ځواکونو اړوند په عسکري سیمه د کاتیوشا توغندیو بریدونه وکړل.
د بله پلوه د اسد د رژیم اړوند جنګي الوتکو د مخالفینو د بریدونو په ځواب کې د مخالفینو په سیمو هوايي بمبارۍ پیل کړي دي.
په بمباریو کې تر اوسه پورې د دوو تنو ماشومانو په ګډون د ۴ تنو ملکي وګړو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د اسلامي اردو د ځواکونو لخوا په دمشق د توغندیو د بریدونو نه وروسته په ښار کې حالات خراب شول. په ښار کې ډیری دوکانونه او هټۍ ګانې وتړل شوې او ښار د خلکو نه تش شو.
په ښار کې د امبولانسونو غږونه اوریدل کیږي.
همداشان د سوریې رسمي خبري اژانس سانا ویلي دي چې د ترهګرو د توغندیو په برید کې یواځې ۸ تنه ټپیان شوي دي .
د اسلامي اردو قومندان د ټویټر له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي تر کومه چې دمشق د اسد د رژیم نه پاک نه کړو بریدونو ته به دوام ورکړو.
د یادولو وړ ده چې نوموړي تیره ورځ په خپلو ځواکونو غږ کړی وو چې په دمشق کې یواځې د اسد د رژیم په اړوند سیمو بریدونه وکړي. نوموړي خپلو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې د نورو هیوادونو په سفارتخانو، روغتونونو، ښوونځیو او ملکي استوګنځانونو بریدونه ترسره نکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه