مصر د حماس د ډلې عسکري څانګه د ترهګرو په لست کې شامل کړه

204485
مصر د حماس د ډلې عسکري څانګه د ترهګرو په لست کې شامل کړه

د مصر محکمې د حماس د ډلې عسکري څانګه د عزت الدین القسام غنډونه د ترهګرو په لست کې شامل کړل.
د مصر د بیړنیو چارو محکمې نن وویل چې د عزت الدین القسام غنډونونه په یو زیات شمیر ترهګریزو پیښو کې لاس لري او د مصر په شمال کې د سینا په نیمه ټاپو کې د بریدونو سره هم تړاو لري. محکمې ویلي دي چې د حماس عسکري څانګه د مصر او غزې په پوله کې د تونلونو نه په استفادې سره په سینا کې بریدونه کوي.
محکمې د همدې امله د حماس د ډلې نظامي څانګه د ترهګرو په لست کې د شاملولو حکم وکړل.
د مصر د قضايي سرچینو د خبر له مخې په مصر کې د ۲۰۱۴ کال د نوامبر په ۲۰ نیټه د بیړنیو چارو په محکمه کې د حماس د ډلې د نظامي څانګې پر خلاف اقامه د دعوا وشوه چې محکمې د نوموړې دعوا په اړه نن پریکړه وکړه. په پرانیستل شوې دعوا کې د محکمې نه غوښتنه شوې وه چې د حماس عسکري څانګه د ترهګرو په لست کې شامل او په مصر کې په ټولو فعالیتونو بندیز ولګوي چې محکمې هم همداسې وکړل.
محکمې د حماس د ډلې عسکري څانګه د ترهګرو په لست کې د شامولو او په مصر کې په ټولو فعالیتونو د بندیز لګولو پریکړه وکړه.
محکمې ویلي دي چې د حماس عسکري څانګه د سینا په نیمه ټاپو کې په نارامیو کې لاس لري .
محکمې ویلي دي چې دا نهايي پریکړه نده او حماس کولی شي چې تمیض محکمې ته مراجعه وکړي.
د حماس ویاند د محکمې لخوا پرې لګول شوي ټول تورونه بې بڼسټه بللي او ویلي دي چې دا د شیطانانو لخوا پر ډوی لګول شوي بې اساسه تورونه دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه