د اسد رژیم یو بل لوی قتل عام ترسره کړ

192491
د اسد رژیم یو بل لوی قتل عام ترسره کړ

د سوریې رژیم یو ځل بیا یو لوی قتل عام ترسره کړ.
د سوریې د رژیم اړوند جنګي چورلکو د ترکیې د پولو سره د خاسکي په سیمه کې په یو سیمه ییز بازار د بیلري بمونو برید وکړ چې له امله يي لږ تر لږه ۱۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې سل تنه نور ټپیان شوي دي.
د سوریې د مخالفینو د عمومي شورا لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د اسد رژیم یو ځل بیا په سلګونو بې ګناه انسانان چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو او یا هم د سودا د رانیولو په خاطر بازار ته راغلي وو په قتل رسول.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د اسد پلوي جنګي چورلکو په سیمه ییز بازار د بیلري بمونو برید وکړ.
د برید د شدت له امله یو زیات شمیر مړي د پیژندو نه وتلي دي او د مخ څیرې په کامله توګه سوځیدلي دي. په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
ټپیان په سیمه کې روغتونونو ته انتقال شوي دي . د ټپیانو نه هم د ډیرو روغتیايي حالت باریکه دی.
د سوریې د مخالفینو شورا ددې پیښې نه د یو بل لوی قتل عام په توګه یادونه وکړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه