د داعش د اسلامي دولت د جوړولو خیال د لمنځه تلو په حال کې دی

162126
د داعش د اسلامي دولت د جوړولو خیال د لمنځه تلو په حال کې دی

داعش د ډلې د اسلامي دولت د جوړولو خوب په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې دی. د داعش ډله د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې د سختو ستونزو سره مخامخ دی.
د داعش ډلې د کنټرول لاندې په سیمو کې جدي اقتصادي او ټولنیزې ستونزې پيل شوي چې یاده شوې ډله يي د جدي ګواښونو سره مخامخ کړې ده .
داعش ډلې د مسلکي کسانو په جلب جذب پيل کړی دی .
د عراق شام اسلامي دولت ډلې چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د جوړولو ژمنه کړې وه او خلافت يي اعلان کړی وو په دواړو هیوادونو کې د سختو ستونزو سره لاس او ګریوان ده. د داعش تر کنټرول لاندې په سیمو کې فقر، بې وزلي ، بې کاري کچه ډیره زیاته لوړه شوې او د ژوند کچه تر وروستۍ درجې راغورځیدلې ده.
یاده شوې ډله چې خپله ټوله انرژي په جګړو او نښتو په مصرف رسوي د خپل کنټرول لاندې په سیمو کې جدي ستونزې پیل شوي دي. د داعش تر کنټرول لاندې په سیمو کې مالي او روغتیايي بڼسټونه په کامله توګه له منځه تللي دي. په ځانګړې توګه د موصول په ښار کې د څښاک اوبه نه پیدا کیږي. په سیمه کې سرچینې وچې شوي او بڼسټونه په کامله توګه له منځه تللي دي . په یادو شوو سیمو کې د هیپاتیت په څیر یو زیات شمیر ساري ناروغۍ په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دي. سیمه په کامله توګه په سرخلاصو زندانونو بدله شوې ده.
د داعش ډلې په ځانګړې توګه د ډاکټرانو او انجینیرانو لټه پيل کړې ده. داعش چې د خپلو پیسو او پاسپورتونو راویستو ژمنه کړې وه دا ژمنه هم سرته نده رسیدلې. په سیمه کې ډاکټرانو او ښوونکو ته جدي اړتیا لیدل کیږي.
داعش ډلې د جنګیالیو پر ځای د مسلکي کسانو لټه پیل کړې ده . د بله پلوه  د یادې شوې ډلې  ډیری  مشران  د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د هوايي بریدونه په ترڅ کې وژل شوي دي .

پدې وروستیو کې د عراق د موصول د ښار لپاره د داعش  والي د ایتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شو. یو څه موده وړاندې د داعش د ډلې د مشر ابو بکر البغدادي  د لومړي مرستیال په ګډون څو تنه لوړپوړي چارواکي د امریکا په هوايي برید کې ژوند د لاسه ورکړ. 



پيوندونه:

اړوند خبرونه