په سعودي عربستان کې ۲ میرمنې د موټر چلولو له امله محاکمه کیږي

161130
په سعودي عربستان کې ۲ میرمنې د موټر چلولو له امله محاکمه کیږي

په سعودي عربستان کې دوه میرمنې د موټر چلولو له امله د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په محکمه کې محاکمه کیږي.
سعودي عربستان هغه دوه میرمنې چې د موټر چلولو له امله نیولې وې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې محکمې ته معرفي کړې.
په سعودي عربستان کې د ښځو د حقوقو نه دفاع کوونکي دوه میرمنې د دسمبر په لومړۍ نیټه په ښځو د موټر چلولو د بندیز سره د سرغړونې په تور ونیولې. ویل کیږي نوموړې دوه تنه میرمنې د متحده عربي اماراتو نه د سعودي عربستان په لورې روانې وې چې په لاره کې د سعودي پولیسو لخوا ونیول شوې.
په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه نشته او پدې اړه کلک بندیز لګیدلی دی. نوموړو دوو تنو میرمنو چې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي په سعودي کې د ښځو په موټر چلولو د بندیز په اړه د غبرګون ښودو په خاطر د موټر سره د سعودي د پولو نه اوښتې وې چې سمدلاسه د پولیسو لخوا ونیول شوې.
د ویلو ده چې سعودي عربستان د نوموړو ۲ تنو میرمنو د نیولو په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې خو د نوموړي هیواد مطبوعات بیا وايي چې د موټر چلولو د بندیز نه د سرغړونې له امله نیول شوي دي. د بله پلوه سعودي عربستان نوموړې دوه تنه میرمنې د محاکمې په خاطر د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې محکمې ته معرفي کړي دي.
سعودي عربستان په نړۍ کې یواځنی هیواد دی چې ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه