اسراييل: داعش د اسراييلو لپاره ګواښ نه دى.

د اسراييلو د دفاع د وزارت د سياسي او امنيتي كمېټې مشر اموس ګيلاد څرګنده كړه چې داعش د اوس لپاره د اسراييلو لپاره كوم امنيتي خطر نه دى رامنځته كړى.

154827
اسراييل: داعش د اسراييلو لپاره ګواښ نه دى.

ګيلاد چې د اسراييلو يو راډيويي پروګرام سره يې مركه كوله وويل چې `` اوسمهال د داعش لخوا اسراييلو ته كوم خطر متوجه نه دى. د هېواد امنيتي او استخباراتي سرچينې پدې برخه كې پوره معلومات لري.``
ددې سره سره د اسراييلو د دولت لخوا داعش يوه ترهګره ډله بلل كيږي. پدې ډله كې د غړيتوب په تور نيول شوي كسان له يو كال نه تر ۴ كلونو پورې په بند محكوميږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه