اوس د اسراييلي جناياتو د محاكمې وخت راغلى دى.

د بښنې نړيوال سازمان په خپل يو تازه راپور كې ليكلي دي چې اسراييلو د تېر دوبي په اوږدو كې پر غزې باندې د هوايي او ځمكنيو بريدونو سره بشري جنايات ترسره كړي دي.

143065
اوس د اسراييلي جناياتو د محاكمې وخت راغلى دى.

د فلسطين د آزادۍ د سازمان چارواكو د بښنې د نړيوال سازمان لخوا د خپور شوي راپور نه هركلى وكړ. د فلسطيني چارواكو په وينا `` اوس ددې وخت راغلى دى چې اسراييل په غزه كې د ترسره كړو جناياتو په امله محاكمه شي. د فلسطيني د آزادۍ د سازمان د اجرايوي شورا غړي واصل ابو يوسف د يوې اعلاميه په خپرولو سره يو ځل بيا د نړيوالې ټولنې نه غوښتنه وكړه چې د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور په رڼا كې دې پر اسراييل بنديزونه ولګول شي. اسراييلو پر غزې باندې د بريدونو پرمهال عاموژنه وكړه.``
د بله پلوه د حماس وياند هم په خپره كړې اعلاميه كې څرګنده كړه چې ``د بښنې د سازمان راپور دا ښايي چې اسراييلو جنګي جنايات ترسره كړي دي.د اسراييلو مشران بايد د نړيوالو قوانينو په رڼا كې محاكمه شي.``
د بښنې د نړيوال سازمان د راپور له مخې فلسطيني خوا ته توصيه شوې ده چې د جزا د نړيوالې محكمې په ګډون دې ټولو نړيوالو سازمانونو ته د اسراييلو د محاكمه كولو په موخه مراجعه وكړي.
د بښنې د نړيوال سازمان راپور هم په تېر دوبي كې د اسراييلو لخوا پر غزې باندې بريدونه بشري جنايات بولي او ددې جناياتو د څيړنې په موخه د يو نړيوال خپلواك كميسيون د جوړولو غوښتنه كوي.
``


پيوندونه:

اړوند خبرونه