د حسنې مبارک ازادي

په مصر کې محکمې پخواني ولسمشر حسنې مبارک ته برائت ورکړ.

209345
د حسنې مبارک ازادي

په مصر کې محکمې پخواني ولسمشر حسنې مبارک ته برائت ورکړ.
د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک چې په بډو او د سلګونو تنو مظاهره کوونکو په وژلو تورن وو د محکمې لخوا بې ګناه وبلل شو.
محکمې د حسنې مبارک د محاکمې په ننۍ جلسه کې لومړی د درغلیو، بډو او بې ګناه کسانو د وژنې په خاطر په نوموړي لګیدلي ټول تورونه بې بڼسته وبلل او هغه ته يي برائت ورکړ.
د مصر پخوانی ولسمشر حسنې مبارک چې په ۲۰۱۱ کال کې له واکه لرې او وروسته زنداني کړی شو په هغه لګیدلي ټول تورنه بې بڼسټه وبلل شول.
محکمې لومړی حسنې مبارک ته د درغلیو او بډو د تورونو نه سپین کړ.
همداشان محکمې په ننۍ جلسه کې د حسنې مبارک د بې ګناهۍ پریکړه وکړه او نوموړي ته يي برائت ورکړ.
پداسې حال کې چې د مبارک د محاکمې د جلسې پر مهال د محکمې په مښکې کومه پیښه نده رامنځته شوې خو احتمالي غبرګونو او مظاهرو په خاطر پولیسو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه