په قاهره کې د مصر د اردو په لوړپوړي جنرال خونړیز برید

د مصر په پلازمینه قاهره کې یو جنرال د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.

208648
په قاهره کې د مصر د اردو په لوړپوړي جنرال خونړیز برید

د مصر په پلازمینه قاهره کې یو جنرال د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې په قاهره کې د یو موټر نه په جنرال او ورسره ملو کسانو ډزې وشوې چې له امله يي مصري جنرال او دوو نورو افسرانو ژوند د لاسه ورکړ او درې تنه سرتیري ټپیان شول.
د یادولو وړ ده چې دا پيښه پداسې حال کې رامنځته شوه چې د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلویانو د جمعې د لمانځه نه وروسته د پراخو مظاهرو غږ کړی وو.
د مصر د کورنیو چارو وزارت د ۱۰۷ تنو مظاهره کوونکو د نیولو نه خبر ورکړی دی.
همداشان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په مصري جنرال د برید نه وروسته د بری کوونکو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په جنرال د برید په اړه د ډیرو جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه