د داعش ډله د هوايي ځواکونو د جوړولو هڅه کوي

201616
د داعش ډله د هوايي ځواکونو د جوړولو هڅه کوي

د داعش ډله د هوايي ځواکونو د جوړولو په لټه کې ده .
د عراق د موصل د ښار یو تن قومي مشر چې شاوخوا ۳ میاشتې د داعش سره زنداني وو د خوشې کیدو نه وروسته د داعش ځیني راضونه افشا کړل.
د موصل قومي مشر ویسمان عبدالرحمان یونس ویلي دي چې د جون په ۲۳ نیټه د موصل اربیل په لویه لاره کې د داعش لخوا ونیول شو او زنداني کړې شو.
نوموړي ویلي دي چې د داعش سره په زندان کې د هرې طبقې نه کسان شتون لري.
ډاکټران، منصبداران، د فوټبال لوبغاړي، د جوماتونو ملاآمامان او حتا ته بهرني کارګران.
نوموړي زیاته کړه چې داعش په ځانګړې توګه د منصبدارانو نه د پیلوټانو د کورونو او اوسیدو د پتو اخیستو هڅه کوله. د صدام حسین د رژیم یو تن پخوانی متقاعد پیلوټ چې د داعش زنداني وو. داعش د نوموړي نه د عراق د هوايي ځواکونو په اړه د معلوماتو اخیستو هڅه کوله . داعش د پيلوټانو او هوايي ځواکونو په لټه کې دی.
ددینه وړاندې هم ادعا شوې وه چې د عراق د هوايي پخواني منصبداران چې د داعش سره یوځای شوي دي د نوو پيلوټانو د روزلو هڅه کوي. په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو چې داعش په سوریه کې د یوې هوايي هډې د نیولو نه وروسته درې جنګې الوتکې نیولي دي چې د نوموړو الوتکو سره د پیلوټانو د روزلو هڅه کوي.
ویل کیږي داعش دم ګړۍ درې جنګې الوتکې په اختیار کې لري چې او د هوايي ځواکونو د جوړولو هڅه کوي. ددينه وړاندې هم ادعا شوې وه چې داعش د حلپ په شاوخوا کې په یوې هډه کې پیلوټان روزي او پيلوټان د هډې د پاسه الوتنې کوي

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه