د فلسطين لپاره د تركيې ۳ وړانديزونه

د تركيې د لومړي وزير مرستيال نعمان كورتولموش د بيت المقدس د تماس د ډلې په غونډه كې د فلسطين د ستونزي د آواري په موخه د تركيې ۳ وړانديزونه د ګډونوالو سره شريك كړل.

189853
د فلسطين لپاره د تركيې ۳ وړانديزونه

نعمان كورتولموش د خپلې وينا پرمهال په بيت المقدس كې پدې وروستيو اونيو كې د اسراييلو لخوا د مسجد الاقصى پر جومات باندې د يرغل په ګډون د نورو سرغړونو بهير د سيمې ثبات د خطر سره مخامخ كړى دى. كورتولموش دا هم وويل چې په فلسطين كې حالات تر ۱۹۶۷ كاله هم خراب شوي دي.
د اسلامي همكاريو د سازمان د بيت المقدس د تماس د ډلې په غونډه كې چې د مراكش په پلازمېنه رباط كې ترسره شوه تركيې د فلسطين لپاره ۳ وړانديزونه وړاندې كړل چې په لاندې ډول دي.
۱ – د بيت المقدس د نړيوال وقف جوړول:
د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې او د نورو سپېڅلو مكانونو د ساتنې او پالنې په موخه بايد داسې وقف جوړ شي چې پكې ټول اسلامي هېوادونه ونډه ولري. ددې وقف له لارې د مسجد الاقصى په ګډون د نورو ټولو سپېڅلو مكانونو نه مادي او معنوي ملاتړ وشي.
۲ - د فلسطينيانو د حقونو د عملي دفاع لپاره د اغېزمن او هر اړخيز نړيوال ايتلاف جوړول:
پداسې حال كې چې اسراييل د لوديځ پر مټ او په ځانګړي توګه د امريكا د متحدو ايالتونو د هر اړخيز ملاتړ په اساس په فلسطين كې خپل يرغلګر سياست ته دوام وركوي اسلامي هېوادونه هم بايد د فلسطين نه د خپل هر اړخيز ملاتړ په موخه عملي ګام پورته كړي. ددې ګام د پورته كولو لومړنى او اساسي شرط د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د فلسطين د حقونو نه د دفاع په موخه د اغېزمن او هر اړخيز ايتلاف جوړول دي.
۳ – د خپلو حقونو نه د دفاع په موخه بايد فلسطين سره د نړيوالې حقوقي مبارزې په برخه كې مرسته.
په حقوقي ډګر كې نړيوالو محاكمو ته د اسراييلو پر وړاندې د فلسطينانو د مراجعې په موخه بايد داسې اسانتياوې رامنځته شي چې فلسطينيان وكولاى شي چې د اسراييلي جناياتو پر وړاندې په نړيوالو محاكمو كې نوموړي محاكمه كړي.
كورتولموش وويل چې له بده مرغه اسراييلو تر اوسه پورې د خپل هېڅ يو جنايت له امله محاكمه شوى نه دى. كه څه هم دا وړانديزونه د غونډې په ګډې اعلاميه كې نه دي منل شوي خو كوتولموش وويل چې په راتلونكې كې به ددې وړانديزو په اړه هر اړخيزې څېړنې وكړو او د اسلامي همكاريو نړيوال سازمان ته به يې وړاندې كړو.
كورتولموش څرګنده كړه چې د ستونزې د آواري په موخه بايد اسلامي هېوادونه يو بل سره همكاري وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه