داوود اوغلو: مسجد الاقصى موږ ته د حضرت عمر بن خطاب امانت دى.

د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د اسراييلو لخوا د مسجد الاقصى پر وړاندې د كرغېړن سياست د غندلو په دوام كې پرون د تركيې د بورسا په ولايت كې يو ځل بيا د اسراييلو دا عمل غير انساني او وحشيانه وبللو.

185370
داوود اوغلو: مسجد الاقصى موږ ته د حضرت عمر بن خطاب امانت دى.



لومړي وزيراحمد داوود اوغلو څرګنده كړه چې ``د بيت المقدس ښار او د مسلمانانو لومړنۍ قبله موږ ته د حضرت عمر رض امانت دى. مسجد الاقصى موږ ته د سلطان سليمان او عثماني امپراتورۍ امانت دى. دا سيمه موږ ته د هغه عثماني شهيدانو د وينو امانت دى چې د لومړۍ نړيوالې جګړې په پيل كې يې په سيمه كې تو كړي دي.``
داوود اوغلو يو ځل بيا ټينګار وكړ چې هېچا ته به اجازه ورنكړي چې مسجد الاقصى د موقف او راتلونكې سره لوبې وكړي. داوود اوغلو هيله څرګنده كړه چې انشاء الله يوه ورځ به مسجد الاقصى آزاد شي.
دا پداسې حال كې ده چې پرون د جمعې د لمانځه نه وروسته د تركيې په بېلابېلو ښارونو په زرګونو تركانو د مسجد الاقصى نه په ملاتړ لاريونونه ترسره كړل. لاريون كوونكو پداسې حال كې چې د تركيې او فلسطين بيرغونه له ځانونو سره لېږدول يو ځل بيا د اسراييلو يرغلګر سياستونه وغندل او د نړۍ ټولو مسلمانانو نه غوښتنه وكړه چې خپله لومړنۍ قبله د اسراييلو د يرغل نه وژغوري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه