په سوريه كې د امريكا پلان د ماتې سره مخ شو.

ويل كيږي په سوريه كې هغه سوري ځواكونه چې د امريكا لخوا روزل شوي او وسلې وركړل شوي دي د ادليب په ښار كې د النصره جبهې ته تسليم شوي دي.

179339
په سوريه كې د امريكا پلان د ماتې سره مخ شو.

په سوريه كې د داعش او نورو ستخدريځو ډلو پر وړاندې د امريكا د متحدو ايالتونو پلان د ماتې سره مخ شوى دى. هغه ځواكونه چې امريكا روزلي او وسلې هم ورته وركړې وې د خپلو وسلو او ټولو تجهيزاتو سره د النصره د جبهې سره يو ځاى شوي دي. د النصره جبهې چې د تېرې يكشنبې په ورځ د تركيې سره پولې ته څېرمه د ادليب د ولايت په شمال باندې بريدونه كړې وو څرګنده كړه چې د سوريې د انقلابي جبهه او د عزم غورځنګ چې دواړه د سوري مخالفينو ميانه روه ډلې وې ماتې خوړلې ده.
د النصره د جبهې د څرګندونو له مخې د د واړو ډلو غړو خپلې وسلې، مهمات، قرارګاه ګانې او نور ټول تجهيزات د النصره اورپكو ته سپارلي دي او ځينو بيا ددې ډلې سره پخپله خوښه يو ځاى وي دي.
د سوريې انقلابي جبهې او د عزم غورځنګ د تېرو شپږو مياشتو راهيسې د واشګنټن د ادارې نه درندې وسلې او راكټونه ترلاسه كول. اوس دا ټولې وسلې د النصره د جبهې لاسته لوېدلي دي. ويل كيږي دا به په سوريه كې د امريكا د متحدو ايالتونو پلانونو ته سخت زيان ورسوي.
دا پداسې حال كې ده چې سوري مخالفين بيا ددې پړه پر واشګنټن اچوي. يو شمېر سوري مخالفينو وويل چې `` امريكا موږ يواځې پرېښودلو او د اسد سره يې په مرسته پيل وكړ. د داعش پر وړاندې هوايي عمليات د بشار اسد د رژيم په ګټه تمام شوي دي.
د ادليب ښار د آزادې سوريې د اوردو د مهمو مركزونو نه شمېر كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه