د مسجد الاقصى په اړه د اسراييلو ناولى پلان

داسې ويل كيږي چې اسراييل په پام كې لري چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله مسجد الاقصى د يهودانو او مسلمانانو ترمېنځ په دوه برخو وويشي.

177969
د مسجد الاقصى په اړه د اسراييلو ناولى پلان

د بيت المقدس پخواني مفتي وويل چې ``د تېرو ۴۷ كلونو په ترڅ كې دا لومړى ځل دى چې اسراييلو مسجد الاقصى په ټوليز ډول د مسلمانانو د عبادت پر وړاندې وتړلو. اسراييل پلان لري چې پدې ډول دا سپېڅلى جومات هم لكه د ابراهيم د جامع جومات په څېر د مسلمانانو او يهودانو ترمېنځ وويشي.``
د اسراييلو پارلمان اوسمهال پدې اړه قانوني طرحه جوړوي. د بله پلوه د مسجد الاقصى د دروازو په تړلو سره اسراييلي مقامات غواړي چې پدې اړه د مسلمانانو حساسيت او غبرګون و آزمايي.

د حضرت ابراهيم ع د جومات عاموژنه
د اسراييلو پارلمان په ۱۹۹۴ كال كې د الخليل په سيمه كې د  حضرت ابراهيم ع جامع جومات د يهوادونو او مسلمانو ترمېنځ ويشلى وو. دې جومات ته يهودان د حضرت ابراهيم ع د مزار د زيارت په بهانه راتلل چې تل به د مسلمانانو عبادت د خنډ سره مخامخ كېده. د ۱۹۹۴ كال د فبرورۍ د مياشتې په ۲۵ نېټه يو تن يهودي سختدريځه ترهګر پداسې حال كې چې مسلمانان د سهار په لمانځه ولاړ وو پر جومات بريد وكړ او ۶۷ مسلمان يې شهيدان او تر ۳۰۰ زيات يې ټپيان كړل. ددې عاموژنې نه وروسته اسراييلي مقاماتو پرېكړه وكړه چې جومات د يهودانو او مسلمانانو ترمېنځ وويشي.
په بيت المقدس كې د مسلمانانو پر وړاندې د مسجد الاقصى بندول نه يواځې د فلسطينيانو لپاره بلكې د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د خواشينى ځاى دى. ځكه اسراييل غواړي چې د جومات د بندولو سره ستخدريځه يهودان خوشاله كړي.
پدې اړه د مدني ټولنې يو تن استازي څرګنده كړ چې د اسراييلو د پلان له مخې مسجد الاقصى جومات به په دوو برخو وويشل شي چې په يوې برخه كې به يې يهودان او بلې برخه كې مسلمانان عبادت كوي. په دويم پړاو كې به مسلمانانو او يهودانو ته جومات ته د ننوتلو لپاره ځانګړي وختونه وټاكل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه