داعش د قاچاقي تېلو د څرڅلاو له دركه هره ورځ ۱ميلون ډالره عايد لر

د امريكا د متحدو ايالتونو د خزانې د وزارت چارواكي وايي چې اوس يې د داعش د مالي سرچينو د څېړنې او تعقيب په اړه جدي ګامونه پورته كړي دي

169168
داعش د قاچاقي تېلو د څرڅلاو له دركه هره ورځ ۱ميلون ډالره عايد لر

. ددې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د چارو معاون ډېوېډ كوهن خبريالانو ته وويل چې `` داسې اټكل كيږي چې داعش د قاچاقي تېلو د پلورلو له دركه هره ورځ شاوخوا يو ميليون ډالره عايدات لري. نوموړي خبردارى وركړ چې هر هغه شركت او ترانسپورتي كمپنۍ چې د داعش نه تېل اخلي د امريكا لخوا به پرې بنديزونه ولګول شي.
كوهن دا هم وويل چې داعش د نفتو د پلورلو، سړي تښتولو او نورو جنايي جرمونو له دركه هره مياشت په ميليونونو ډالره عايدات لري. كوهن څرګنده كړه چې امريكا به هڅه وكړي چې نړيوال مالي سيستم ته د داعش د لاس رسۍ مخه ونيسي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه