محمد مرسي: زه اوس هم د مصر منتخب ولسمشر يم.

د مصر پخوانى ولسمشر محمد مرسي چې د كودتاچي رژيم لخوا را وپرځول شو او اوسمهال محاكمه كيږي د قضايي پلاوي په وړاندې وويل چې `` زه اوس هم د مصر منتخب ولسمشر يم.``

162826
محمد مرسي: زه اوس هم د مصر منتخب ولسمشر يم.


مصر د محاكمې د غونډې پرمهال د ښيښه ايي قفس تر شا وويل چې `` زه ددې هېواد ولسمشر يم. دا محكمه د اساسي قانون خلاف ده او ددې دعوا د فيصلې صلاحيت نه لري. ددې امله محاكمه په رسميت نه پېژنم.``
د محاكمې پرمهال د مصر د دولتي امنيت د چارو مشر ډګر جنرال حسن عبدالرحمان د شاهد په صفت حاضر شو. مرسي د نوموړي د شهادت وركولو په وړاندې غبرګون وښود او څرګنده يې كړه ``چې عبدالرحمان د تېرو ۱۵ كلونو راهيسې د حسنو مبارك په ګټه په ټاكنو كې درغلي كړې ده. په اصل كې بايد نوموړى محاكمه شي.
مرسي يو ځل بيا د مصر په ولس غږ وكړ چې د كودتاچي رژيم په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام وركړي. مرسي وويل چې عبدالرحمان او پلويان به يې د تاريخ كندې ته وسپاري.
د محمد مرسي سره يو ځاى ۱۳۰ شكمن نور هم محاكمه كيږي


پيوندونه:

اړوند خبرونه