بغداد د داعش لاس ته د لوېدلو د خطر سره مخامخ دى.

د داعش جنګيالي چې په عراق او سوريه كې په دوو جبهو كې جنګيږي پدې وروستيو څو ورځو كې يې پر كوباني باندې د بريدونو سره د نړيوالې ټولنې ټول پام په سوريه كې د كوباني كوچني سرحدي ښار ته اړولى وو. دا پداسې حال كې ده چې داعش د عراق په جبهه كې د پلازمېنې بغداد پر لور د پرمختګ په حال كې دى.

157987

ويل كيږي چې داعش د انبار ښار ډېره برخه نيولې ده او د ديالا ښار ته ننوتي چې د پلازمېنې بغداد سره په لنډ واټن كې پروت دى. د داعش اورپكو چې د فلوجې ښار يې هم تر كنترول لاندې نيولى دى د نا تاييد شوو خبرونو په اساس د ديالا ښار ته د ننوتلو خبر وركړ.
د ديالا ښار د پلازمېنې بغداد نه يواځې ۱۰۰ كيلومتره لرې پروت دى.
ويل كيږي عراقي سرتيري د بغداد پر لويه لاره د كليو او بانډو نه په شا شوي دي. سيمه د داعش د اروپكو لخوا نيول شوې او يو زيات شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
د داعش مهم جنګي تكتيك
د داعش اروپكي د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو د هوايي بمباريو نه د پټېدلو په موخه مهم تكتيك غوره كړى دى. په كوباني كې د داعش اورپكو د هوايي بريدونو د مخنيوي په موخه د ښار په بېلابېلو نقطو كې د موټرانو ټايرونو ته اور اچولى تر څو د تورو لوخړو له امله جنګي جټ الوتكې ونشي كولاى چې د داعش سنګرونه تثبيت كړي.
د بښنې نړيوال سازمان: شيعه ګان د ملكي سنيانو نه غچ اخلي.
د بښنې نړيوال سازمان د يو راپور له مخې خبردارى وركړى دى چې پدې وروستيو څو مياشتو كې په عراق كې د داعش د برديدونو په غچ كې شيعه ملېشو په سني ميشتو كليو باندې بريدونه كړي او نارينه يې له ځانونو سره وړي چې وروسته يې په ټوليز ډول وژلي دي. د راپور له مخې د عراق اوردو هم پدې ډول كړنو باندې سترګې پټې كړي دي. په راپور كې خبردارى وركړل شوى دى چې ورته اعمال به په سيمه كې د مذهبي نښتو لپاره لا زياته لار پرانيزي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه