د عربستان دوه پيلوټان د الوتكو سره داعش ته تسليم شول.
141923
داسې ګونګسي شته دى چې د سعودي عربستان دوه تنه پيلوټان د خپلې جنګي جټ الوتكې سره په سوريه كې د داعش تر كنترول لاندې د الطبقه په هوايي ډګر كې ناسته وكړه. ويل كيږي چې پيلوټانو څرګنده كړه چې د داعش سره بيعت كوي. دا پېښه د جمعې په ورځ سهار وختي رامنځته شوه.
د يادولو وړ ده چې تر اوسه پورې خپلواكه خبري رسنيو دا خبر نه دى تاييد كړى.
په سوريه كې يوې خبري انټرنيټي پاڼې چې داعش سره نږدې اړيكې لري ليكلي دي چې `` د جمعې په ورځ دوه الوتكې چې د فرانسې بېرغ پرې لګېدلى وو د داعش تر كنترول لاندې د الطبقه هوايي ډګر كې كېناستلې. پيلوټانو يې څرګنده كړه چې د خپلو كړنو نه پښېمانه دي او اسلامي دولت سره بيعت كوي. نوموړو همداراز د نورو پيلوټانو د روزنې خبر هم وركړ.
د سعودي عربستان مقاماتو تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ويلي.