د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات یو ځل بیا پیلیږي.

امریکا او ایران چارواکي د اټومي مذاکراتو په خاطر په جینیوا کې سره لیدنه وکړه .

115006
د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات یو ځل بیا پیلیږي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات یو ځل بیا پیلیږي.
امریکا او ایران چارواکي د اټومي مذاکراتو په خاطر په جینیوا کې سره لیدنه وکړه .
پدې لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او سلاکار يي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر ګډون کړی وو. ویل کیږي دا غونډه د تیرې غونډې د چوکاټ په دننه کې ترسره شوه .
د ویلو ده چې د غونډې د جزیاتو او پایلو په اړه څه ندي ویل شوي. همداشان ویل کیږي چې د امریکا لخوا په ایران لګول شوو نوو بندیزونو پدې غونډې سیورې غوړولی وو.
د یادولو وړ ده چې د ایران او پنځه جمع یو د ډلې ترمنځه د ۲۰۱۴ کال د جنوري په شلمه نیټه د لاسلیک شوي تفاهم نامې او پلان له مخې ایران خپل اټومي فعالیتونه په کلاره کړي او د خپلو بټۍ ګانو کنټرول او تفتیش ته يی اجازه ورکړې ده . ویل کیږي د ایران اټومۍ بټۍ ګانې د پخوا په پرتله ډیر ژر ژر د کنټرول او تفتیش نه تیریږي.
همداشان د نوموړې تفاهم نامې او پلان له مخې باید د شپږو میاشتو په دننه کې د ایران اتومي ستونزې ته مناسبه حل لاره پیدا شوې وای او دا ستونزه د تل لپاره اواره شوې وای چې د جولای په شلمه په بله غونډه کې مذاکرات یو ځل بیا ۴ میاشتې نور هم وغځول شول.
پدې موده کې د ایران ته د کنګل شوو ۲ میلیاردو او ۸۰۰ میلیونو ډالرو په پارچه پارچه توګه د کارولو حق ورکړی شوی وو.
د واشنګټن ادارې ایران یو ځل بیا د اګست د میاشتې په وروستیو کې د بندیزونو نه د سرغړونې په تور تورن کړ او د نوموړي هیواد د هوايي ، ترانسپورتي شرکتونو ، بانکونو ، خصوصي شرکتونو او وګړو په ګډون ۲۵ تنو او شرکتونو باندې نوې بندیزونه ولګول .
ددې پرمختګ نه وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني د سپینۍ ماڼۍ دا پریکړه د مذاکراتو سره په ټکر کې وبلله خو ددې سره سره يي د مذاکراتو په اړه خوشبیني هم څرګنده کړه .
د یادولو وړ ده چې ایران به د اتومي مذاکراتو په چوکاټ کې د سپتمبر په ۱۱ د جرمني، انلګستان او فرانسې سره دوه په دوه لیدنې وکړي.
وروستۍ غونډه به د سپټمبر په ۱۸ مه نیټه په نیویارک کې وشوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه