اوباما: د داعش لپاره تر اوسه پورې كومه ستراتيژي نه لرو

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما په سپينه ماڼۍ كې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل چې تر اوسه پورې داسې كومه ستراتيژي نه لري چې له مخې يې د داعش په وړاندې مبارزه وكړي.

107204
اوباما: د داعش لپاره تر اوسه پورې كومه ستراتيژي نه لرو

اوباما: د داعش شپه وړاندې د مبارزې لپاره تر اوسه پورې كومه ستراتيژي نه لرو.
د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما په سپينه ماڼۍ كې د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل چې تر اوسه پورې داسې كومه ستراتيژي نه لري چې له مخې يې د داعش په وړاندې مبارزه وكړي.
اوباما ددې پوښتنې په ځواب كې چې پر داعش باندې د بريد لپاره د كانګرس تاييد ته اړتيا شته او كه نه؟ وويل چې پدې برخه كې ``د لاس لاندې ستراتيژۍ له مخې د كانګرس سره په ګډه كار كوو. زه فكر كوم چې پدې بحث كې د كانګرس ګډون به ګټه ور وي. پدې ډول د امريكا ولس به هم ددې بحث يوه برخه شي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه