اسراییلو د حماس د ډلې ۳ تنه نامتو قومندانان ووژل

اسراییلو په برید کې د حماس ډرې تنه مشران هر یو محمد ابو شماله، ریاض الاطر او محمد برهوم وژل شوي دي .

98130
اسراییلو د حماس د ډلې ۳ تنه نامتو قومندانان  ووژل

اسراییلو په غزه کې د تیرې شپې په بریدونو کې د حماس د نظامي څانګې عزت الدین القسام د غند درې تنه لوړپوړي قومندانان وژلي دي .
حماس ډلې نن وویل چې ددوې درې تنه قومندانان تیره شپه د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي . نوموړي درې تنه په یو کور کې په برید کې وژل شوي دي .
نوموړي د حماس د ۱۵ تنو قومندانانو نه درې تنه لوړپوړي قومندانان ول چې د غزې په سویل کې د رفاح په سیمه کې په یو کور کې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شول.
د یادولو وړ ده چې حماس ډلې تیره ورځ هم د اسراییلو په هوايي برید کې د حماس د د یو تن مشر د میرمنې او ۷ میاشتني ماشوم د وژل کیدو نه خبر ورکړ.
ویل کیږي د اسراییلو په برید کې د حماس ډرې تنه مشران هر یو محمد ابو شماله، ریاض الاطر او محمد برهوم وژل شوي دي .
همداشان الاطر د حماس د نظامي څانګې غرت الدین القسام د رفاح د سیمې قومندان وو چې په ټولو کې لوړپوړی او مهم کس وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه