د سوریې مخالفینو د امریکا نه د مرستې غوښتنه وکړه
د سوریې مخالفینو د داعش د ګواښونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې نه د ازادې سوریې د اردو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
د سوریې مخالفینو د داعش د ګواښونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې نه د ازادې سوریې د اردو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
د سوریې د ملي ایتلاف مشر هادي بحرا د ترکیې د غازي انتب په ولایت کې په یوې خبرې ناسته کې ګډون وکړ.
البحرا وویل چې د داعش ترهګریزې ډلې په سوریه کې ډیر زیات قتل عامونه ترسره کړي او اوس هم دوام ورکوي. نوموړي په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د عراق په څیر د سوریې د مخالفینو سره هم مرستې وکړي.
همداشان هادي البحرا وویل چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم د دوام په صورت کې به هیواد لا زیاته د ترهګرو په ځالې بدله شي.
د بله پلوه د سوریې د مخالفینو د ملي ایتلاف د حکومت د دفاع وزیر محمد نور الاالدین بیا وویل چې داعش په سوریه کې د اسد د اردو سره په ګډه او د هغوې په اشارو حرکت کوي.
نوموړي په امریکا غږ وکړ چې ددې دواړو ګواښونو پر وړاندې د قوي مبارزې په خاطر باید د ازادي سوریې د اردو سره مرسته وکړي. په سوریه کې هم باید هوايي عملیات ترسره کړي.