په عراق کې د ولسمشر او لومړي وزیر ترمنځه کړکیچ دوام لري

په عراق کې د جولای په ۱۴ نیټه د ټاکل شوي ولسمشر فواد محسن او لومړي وزیر نوري المالکي ترمنځه اړیکې ترینګلې شوي دي.

87122
په عراق کې د ولسمشر او لومړي وزیر ترمنځه  کړکیچ دوام لري

په عراق کې د جولای په ۱۴ نیټه د ټاکل شوي ولسمشر فواد محسن او لومړي وزیر نوري المالکي ترمنځه اړیکې ترینګلې شوي دي.
نوري المالکي وايي چې د اپریل د ۳۰ په ټاکنو کې ګوند تر ټولو ډیرې رایې ترلاسه کړي چې د همدې امله ولسمشر باید هر څه د نوي حکومت د جوړولو په خاطر دنده وروسپاري.
د بله پلوه د مالکي او ولسمشر ترمنځه د اړیکو د ترینګلیدو نه وروسته په بغداد کې په ډیره لوړه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي دي .
د مالکي شیعه ملیشې د بغداد په هره سیمه کې ځای په ځای شوي او ګزمي کوي.
همداشان دعراق فدرال محکمې مالکي ته د لومړي وزیرۍ د دندې د سپارلو حکم کړی دی . محکمې ویلي دا چې د مالکي ګوند په ټاکنو کې تر ټولو زیاتې رایې او په پارلمان کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي د لومړي وزیرۍ دنده باید ورته وسپارل شي.
خو سوني او کورد سیاستوال د مالکي د لومړي وزیرۍ سره مخالفت کوي.
په راتلونکې کې داسې ښکاري چې د مالکي او کوردي سیاستوالو ترمنځه اړیکې لا پسې خړې شي.
همداشان د نوموړې ستونزې د حل په مسله کې د ټولو سترګې د امریکا په لورې اوښتي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چې د ولسمشر فواد محسن نه پوره ملاتړ کوي او د مالکي نه يي د ستونزو د نه جوړولو غوښتنه کړې ده .
یعنې امریکا هم د کوردانو نه ملاتړ اعلان کړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه