اسراییلو په غزه کې د ۲ تنو ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي ووژل

سراییلو په غزه کې د ۷۲ ساعته اوربند نه وروسته یو ځل بیا په غزې هوايي بریدونه پیل کړل.

85294
اسراییلو په غزه کې د ۲ تنو ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي ووژل

سراییلو په غزه کې د ۷۲ ساعته اوربند نه وروسته یو ځل بیا په غزې هوايي بریدونه پیل کړل.
اسراییلي جنګي الوتکو د اوربند د پایته رسیدو نه راپدیخوا په ۷۰ جلا جلا هدفونو بریدونه کړي دي .
اسرایيلي ځواکونو د غزې په ختیځ کې د خان او په شمال کې شیخ رضوان په سیمو کې په ملکي استوګنځایونو بریدونه ترسره کړل.
په بریدونو کې د دوو تنو ماشومانو په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
همداشان اسراییلي جنګي الوتکو په غزه کې په دریو جوماتونو بریدونه کړي دي.
د جوماتونو نه یو په کامله توګه شهید شوی دی .
همداشان په بریدونو کې د جوماتونو شاوخوا کورونو هم د پام وړ زیان لیدلی دی.
د بله پلوه د اسراییلو اردو ادعا کوي چې حماس د اوربند نه راپدیخوا په اسراییلو ۷۵ راکټي بریدونه کړي دي .
د بله پلوه په غزه د اسراییلو د بریدونو په اړه غبرګونونه دوام لري.
عربي ټولنې په غزه کې د اوربند نه وروسته یو ځل بیا د اسراییلو لخوا پيل شوي بریدونه په کلکه توګه وغندل.
عربي ټولنې په ملګروملتونو غږ کړی دی چې د اسراییلو د بریدونو پر وړاندې د فلسطین بې ګناه او ملکي وګړو نه دفاع وکړي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه