داعش د اربیل په ۳۰ کیلومترۍ کې د کوردي ملیشو یوه پوسته ونیوله

داعش د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د کنټرول لاندې د سیمو په لورې پرمختګ ته دوام ورکوي.

83308
داعش د اربیل په ۳۰ کیلومترۍ کې د کوردي ملیشو یوه پوسته  ونیوله

داعش د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د کنټرول لاندې د سیمو په لورې پرمختګ ته دوام ورکوي.
داعش د عراق په شمال کې د کوردانو د مرکز اربیل ښار په ۳۰ کیلومترۍ کې د کوردي ملیشه ځواکونو یوه پوسته نیولي ده.
د ویلو ده چې داعش ډلې تیره ورځ د موصل او اربیل ترمنځه پروت د قرقوش ښار چې ډیری پکي مسیحیان میشت دي ونیوله . د قرقوش د ښار نه تیښتې دوام لري. په سلګونو زره کورنۍ د اربیل په لورې غوځیدلي دي .
همداشان څو ورځې وړاندې د داعش لخوا د عراق په شمال کې د سینجار د سیمې د نیولو نه وروسته د سیمې شاوخوا ۲۰۰ زره تنو یزیدي کوردانو غرونو ته پناه یوړه .
د نوموړو کسانو نه یوه برخه چې د ولګې او تندۍ له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ژغورل شوي دي .
د نوموړي یزیدي کوردانو یوې برخې ترکیې ته پناه راوړلې ده .
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په نړۍ غږ کړی دی چې د داعش د بریدونو د مخنیوي او د هغوې پر وړاندې په مبارزه کې د عراق د حکومت سره مرسته وکړي.
همداشان د مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانچیس د نړۍ په ټولو حکومتونو غږ کړی دی چې د عراق په شمال کې د روانې بشري تراژیدۍ په خاطر لازم تدابیر ونیسي.
د بله پلوه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاندا د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې د مشر مسعود برزاني سره د ټیلیفون په کرښه خبرې کړي او د هر ډول مرستې او ملاتړ ژمنه وکړه .
داعش بیا ټولنیزې مډیا له لارې د موصل د بند او په سیمه کې د ۱۵ کلو د نیولو نه خبر ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه