د ترکیې سرې میاشتې د عراقي ګډوالو سره مرسته وکړه

د ترکیې سرې میاشتې په عراق کې د جون د میاشتې راهیسې د پيل شوو کورنیو جګړو له امله د خپلو کورونو نه د بې ځایه شوو کډوالو سره مرسته وکړه .

73716
د ترکیې سرې میاشتې د عراقي ګډوالو سره مرسته وکړه

د ترکیې سرې میاشتې په عراق کې د جون د میاشتې راهیسې د پيل شوو کورنیو جګړو له امله د خپلو کورونو نه د بې ځایه شوو کډوالو سره مرسته وکړه .
د ترکیې سرې میاشتې د اختر په ورځو کې د عراق د تلعفر په ښار کې د ترکمنانو سره مرسته وکړه .
د ترکیې سرې میاشتې ۱۶ ټیلره خوراکی توکي د تلعفر په ښار کې د خزر په کمپ کې په میشتو کډوالو وویشلې .
د ویلو ده چې د نوموړي کمپ اوسیدونکو د ترکیې د مرستې له امله مننه وکړه او وویل چې ترکیې تل موږ یواځې نه يو پریښې او تل يی موږ ته د مرستې لاس راوږد کړی دی .
د یادولو وړ ده چې په عراق کې د واک د تشې له امله د جون په میاشت کې د داعش ډلې د موصل او تکریت په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې چې په د نوموړې سیمو نه شاوخوا یو میلیونه تنه کډوالۍ ته اړ ویستل شول.
په عراق کې د وروستیو نښتو له امله شاوخوا یو میلیون تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه