د داعش ډلې په عراق کې د کیمیايي وسلو تاسیسات نیولي دي .

عراق ملګروملتونو ته د داعش لخوا د هیواد د کیمیايي وسلو د تاسیساتو د نیولو نه خبر ورکړی دی .

123112

په ملګروملتونو کې د عراق دایمي استازي محمد علي الحکیم د بانکي مون ته په استولي یو لیک کې ویلي دي چې د داعش ډلې د جون په ۱۱ مه نیټه بغداد ته نږدې د موتخانه په نامه د کیمیايي وسلو تاسیسات نیولي دي .
په لیک کې دا هم لیکل شوي دي چې د عراق حکومت په سیمه کې د امنیتي حالاتو او اندیښنو له امله کیمیايي وسلې له منځه ندي وړي.
ویل کیږي پدې تاسیساتو کې د صدام حسین د دورې نه پاتي یو زیات شمیر زهرجن او کیمیاوي مادې شتون لري.
د داعش ډلې چې د موصل د ښار د نیولو نه وروسته د بغداد په لورې پرمختګ پیل کړی دی د جون په ۲۹ نیټه خلافت اعلان کړ.

پيوندونه:

اړوند خبرونه