اسراییلو په غزې د هوايي بریدونو لمن لا پسې پراخه کړه

اسراییلو په غزه د پرونیو هوايي بریدونو نه وروسته چې له امله يي ۹ تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړ د هوايي عملیاتو لمن لا پراخه کړه .

121569
اسراییلو په غزې د هوايي بریدونو لمن لا پسې  پراخه کړه

اسراییلو په غزه د پرونیو هوايي بریدونو نه وروسته چې له امله يي ۹ تنو فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړ د هوايي عملیاتو لمن لا پراخه کړه .
د اسراییلو جنګي الوتکو په غزه کې په ۳۰ جلا جلا نقطو هوايي بریدون ترسره کړل.
په بریدونو کې لږ تر لږه ۹ تنه ټپیان شوي دي .
په بریدونو کې په لسګونو کورونه له منځه تللي دي.
همداشان د حماس ډلې هم په اسراییلو راکټي بریدونه کړي دی.
د اسراییلو تلویزیون د غزې نه په اسراییلو د ۶۰ راکټي بریدونو د ترسره کیدو نه خبر ورکړی دی .
همداشان د اسراییلو پر خلاف مظاهرې هم دوام لري. تیره ورځ په سلګونو تنو عیسویانو او مسلمانانو په ګډه د اسراییلو د بریدونو د غندولو په موخه په ګډه لاریون وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه